افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه (جوزا ۲۷) د اسلامي امارت د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابینې په ۳۵ مه غونډه کې دغه طرحه وړاندې شوه. د اسلامي امارت له لوري د نوي هجري لمریز کال له پیل سره سم له افغانستان څخه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو ورځ رخصتۍ اعلان شوه.
په دې خبرپاڼه کې دا نه دي مشخص شوي چې د سپټمبر له نهمې نېټې سره سم به د نوي هجري قمري کال د پيل لپاره څو ورځې رخصتي وي.
د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د وتلو بهیر، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰ مه پیل شو، له ګډوډۍ سره مخ شو او د امریکا وروستی پوځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ مه له افغانستانه ووتل.
وروستی امریکايي سرتېری دوه کاله وړاندې د اګست په ۳۰مه له افغانستانه وویستل شو او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.
د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو وتل د دوحې د تړون له مخې عملي شوي، خو اسلامي امارت وايي، چې افغانستان يې فتحه کړی او له امريکا سره يې د جګړې پر سر غالب شوي.