افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی محمد نسیم سحر وايي چې د تېر ژمي له ۲۸ تر ۲۸ کلونو پورې د دغه ولایت د انځر حاصلات له ۸۰ تر ۹۰ سلنه له منځه تللي دي. کال
مولوي سحر دغه راز وويل: د انځر ترڅنګ نورې مېوې لکه انار او انګور هم زيانمن شوي دي.
د ښاغلي سحر په خبره، د زنده جان ولسوالۍ ۹۰ سلنه انځر حاصلات لري او هر کال د دې ولسوالۍ د انځر حاصلات ولایتونو او حتی بهر ته صادرېږي.
په همدې حال کې د زنده جان ولسوالۍ یوشمېر کروندګر وايي چې د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه انځر دی.
دوی وايي، چې سږ کال د انځر د کمښت له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
ويل کېږي چې هر کال د انځر د مېوې حاصلات د باغدارانو لپاره د عايد يوه ښه سرچينه وه، خو د تېر کال د ژمي د بې ساري يخنۍ له امله د مېوې په تېره بيا د انځر حاصلات کم شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د انځر ونه په منفي ۹ درجو هوا کې زيانمن کېږي، خو د دوبي په ګرمۍ کې يې مقاومت زيات وي.