کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د انځر حاصلات له ۸۰ تر ۹۰ سلنې کم شوي دي

25 جوزا 1402 ساعت 14:16

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د تېر کال په ژمي کې د سړې هوا له امله د دغه ولایت د انځر په حاصلاتو کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې کموالی راغلی دی.


آوا - هرات: د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی محمد نسیم سحر وايي چې د تېر ژمي له ۲۸ تر ۲۸ کلونو پورې د دغه ولایت د انځر حاصلات له ۸۰ تر ۹۰ سلنه له منځه تللي دي. کال
 
مولوي سحر دغه راز وويل: د انځر ترڅنګ نورې مېوې لکه انار او انګور هم زيانمن شوي دي.
 
د ښاغلي سحر په خبره، د زنده جان ولسوالۍ ۹۰ سلنه انځر حاصلات لري او هر کال د دې ولسوالۍ د انځر حاصلات ولایتونو او حتی بهر ته صادرېږي.
 
په همدې حال کې د زنده جان ولسوالۍ یوشمېر کروندګر وايي چې د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه انځر دی.
 
دوی وايي، چې سږ کال د انځر د کمښت له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
 
ويل کېږي چې هر کال د انځر د مېوې حاصلات د باغدارانو لپاره د عايد يوه ښه سرچينه وه، خو د تېر کال د ژمي د بې ساري يخنۍ له امله د مېوې په تېره بيا د انځر حاصلات کم شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د انځر ونه په منفي ۹ درجو هوا کې زيانمن کېږي، خو د دوبي په ګرمۍ کې يې مقاومت زيات وي.
 


د مطلب کود: 271807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271807/په-هرات-کې-د-انځر-حاصلات-له-۸۰-تر-۹۰-سلنې-کم-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com