دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 271789
په کابل کې د چین سفیر: اسلامي امارت د نشه یي توکو له کښت سره جدي مبارزه کوي
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند سره په کتنه کې د چین سفیر وانګ یو د نشه یي توکو له کښت سره د جدي مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د کړنو قدرداني وکړه او ویې ویل، چې چین یې همکار دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د جوزا ۲۵ مه په ټوېټر لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل
 
په دې کتنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او په ځانګړي ډول له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
 
ملا عبدالحق اخند د نشه یي توکو د کښت، پروسس او لیږد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې ته بشپړ ژمن دی.
 
له بلې خوا د چين سفير له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او ويې ويل: نشه يي توکي په نړۍ کې ستر ګواښ دى او چين په سيمه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکار دى.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر په ټول افغانستان کې د هر ډول نشه يي توکو کرکيله بنده شوې وه.
 
د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله د پام وړ کم شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjove8huqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته