کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د چین سفیر: اسلامي امارت د نشه یي توکو له کښت سره جدي مبارزه کوي

25 جوزا 1402 ساعت 10:41

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند سره په کتنه کې د چین سفیر وانګ یو د نشه یي توکو له کښت سره د جدي مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د کړنو قدرداني وکړه او ویې ویل، چې چین یې همکار دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د جوزا ۲۵ مه په ټوېټر لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل
 
په دې کتنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او په ځانګړي ډول له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
 
ملا عبدالحق اخند د نشه یي توکو د کښت، پروسس او لیږد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې ته بشپړ ژمن دی.
 
له بلې خوا د چين سفير له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او ويې ويل: نشه يي توکي په نړۍ کې ستر ګواښ دى او چين په سيمه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکار دى.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر په ټول افغانستان کې د هر ډول نشه يي توکو کرکيله بنده شوې وه.
 
د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله د پام وړ کم شوی دی.
 


د مطلب کود: 271789

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271789/په-کابل-کې-د-چین-سفیر-اسلامي-امارت-نشه-یي-توکو-له-کښت-سره-جدي-مبارزه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com