دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 271779
په غزني ولایت کې په یوه ورځ کې دریو تنو ځان وژنه کړې ده
د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې تېره ورځ د جوزا په ٢۴مه، په اندړو او مالستان ولسواليو کې درېيو کسانو د کورنيو ستونزو له امله د ځان وژني خبر ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني ولایت امنیه قومندانۍ پرون چهارشنبه (جوزا ۲۴) په دغه ولایت کې په یوه ورځ کې د دریو تنو د ځان وژنې خبر خپور کړی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د "شمیم ولد حسین" په نوم یوه کس د کورنۍ ستونزو له امله په یوه کور کې ځان وژنه کړې ده.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دوو نورو کسانو هم د اندړو ولسوالۍ او د خاني او ترکۍ په کلیو کې ځان وژنه کړې، چې تر اوسه د دغو دوو ځانوژنو لامل نه دی روښانه شوی او قضیه تر څېړنې لاندې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو مياشتو کې په مقر او ګېرو ولسواليو کې د ګڼو ځان وژنو راپورونه خپاره شوي وو.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې، چې له امله يې خلک اندېښمن کړي دي. ویل کیږي چې د دې ځان وژنې اصلي لامل کورنۍ ستونزې دی.
 
https://avapress.com/vdciyzar3t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته