کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني ولایت کې په یوه ورځ کې دریو تنو ځان وژنه کړې ده

25 جوزا 1402 ساعت 8:52

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې تېره ورځ د جوزا په ٢۴مه، په اندړو او مالستان ولسواليو کې درېيو کسانو د کورنيو ستونزو له امله د ځان وژني خبر ورکړي دي.


آوا: د غزني ولایت امنیه قومندانۍ پرون چهارشنبه (جوزا ۲۴) په دغه ولایت کې په یوه ورځ کې د دریو تنو د ځان وژنې خبر خپور کړی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د "شمیم ولد حسین" په نوم یوه کس د کورنۍ ستونزو له امله په یوه کور کې ځان وژنه کړې ده.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دوو نورو کسانو هم د اندړو ولسوالۍ او د خاني او ترکۍ په کلیو کې ځان وژنه کړې، چې تر اوسه د دغو دوو ځانوژنو لامل نه دی روښانه شوی او قضیه تر څېړنې لاندې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو مياشتو کې په مقر او ګېرو ولسواليو کې د ګڼو ځان وژنو راپورونه خپاره شوي وو.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې، چې له امله يې خلک اندېښمن کړي دي. ویل کیږي چې د دې ځان وژنې اصلي لامل کورنۍ ستونزې دی.
 


د مطلب کود: 271779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271779/په-غزني-ولایت-کې-یوه-ورځ-دریو-تنو-ځان-وژنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com