افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې ګډون وکړي او په ب ګروپ کې د ایران، قطر او سویلي کوریا له لوبډلو سره لوبه کوي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د جوزا د میاشتې په ۲۶ نېټه د شپې په ۱۸:۳۰ بجو له ایران سره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د منځنۍ اسيا د فوټبال سيالۍ له څو ورځو راهيسې په قرقیزستان او ازبکستان کې روانې دي، چې په ترڅ کې يې د هېواد ملي لوبډلې په دوو ګروپي لوبو کې ماتې وخوړه او له سياليو يې ووت.