د اسيا د ١٧ کلنو ملتونو جام سيالۍ به په دوو ورځو کې په تايلند کې پيل شي او د دغه هېواد ملي لوبډله به د ګروپ پړاو په لومړۍ لوبه کې د جمعې په ورځ د جوزا په ٢٦مه د شپې په ١٨:٣٠ بجو له ايران سره مخامخ شي.
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به د اسیا د ملتونو د جام په سیالیو کې له ایران سره مخامخ شي
25 جوزا 1402 ساعت 8:40
د اسيا د ١٧ کلنو ملتونو جام سيالۍ به په دوو ورځو کې په تايلند کې پيل شي او د دغه هېواد ملي لوبډله به د ګروپ پړاو په لومړۍ لوبه کې د جمعې په ورځ د جوزا په ٢٦مه د شپې په ١٨:٣٠ بجو له ايران سره مخامخ شي.
آوا: د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې ګډون وکړي او په ب ګروپ کې د ایران، قطر او سویلي کوریا له لوبډلو سره لوبه کوي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د جوزا د میاشتې په ۲۶ نېټه د شپې په ۱۸:۳۰ بجو له ایران سره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د منځنۍ اسيا د فوټبال سيالۍ له څو ورځو راهيسې په قرقیزستان او ازبکستان کې روانې دي، چې په ترڅ کې يې د هېواد ملي لوبډلې په دوو ګروپي لوبو کې ماتې وخوړه او له سياليو يې ووت.
د مطلب کود: 271777