دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 271541
په کابل ښار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو/ په لوستلو سره د هېواد ستونزې حل کېږي
لوستلو ته د هېوادوالو د هڅونې په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د کابل ښاروالۍ په همکارۍ په زرنګار پارک کې د کتابونو نندارتون د يوې اوونۍ لپاره پرانيستل شو. د کابل ښاروال ټولنيز او کلتوري مرستيال مولوي حبيب الرحمن منصور د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د هېواد ستونزې د "مطالعې" له لارې هوارېداى شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کتاب لوستلو ته د هیوادوالو د هڅولو، د لوستلو د کلتور د رواجولو او د کتاب د اونۍ په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت د کتابونو نندارتون جوړ شو. د کابل ښاروالۍ په همکارۍ د یوې اونۍ لپاره د کابل ښار په زرنګار پارک کې د شنبې په ورځ د جوزا ۲۰مه پرانستل شوه.
 
د کابل ښاروالۍ ټولنيز او کلتوري مرستيال مولوي حبيب الرحمن منصور د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې کتاب ښه او تلپاتې ملګرى دى.
 
نوموړی زیاتوي، چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوانان مطالعې ته د هڅولو لپاره ګټور او مناسب اقدام دی.
 
ښاغلي منصور زیاته کړه: په مطالعې سره کولای شو د خپل ښار او هېوادوالو ستونزې هوارې کړو او کابل ښاروالۍ چمتو ده چې د دغه ښار په نورو سیمو کې هم د ورته نندارتونونو په جوړولو کې لازمې مرستې وکړي.
 
ښاغلي منصور څرګنده کړه: "په دې کې شک نشته چې کابل یو کلتوري ولایت دی او اوسېدونکي یې تل له کتاب لوستلو سره مینه لري او دلته د کتابونو د پېرلو لپاره راځي او موږ ډاډه یو چې د کتاب لوستلو کلتور ورځ تر بلې وده کوي."
 
ويل کيږي په دغه نندارتون کې چې ټاکل شوې د يوې اوونۍ لپاره په لاره واچول شي په څه دپاسه ٢٠٠ غرفو کې کتابونه، د بيلابيلو بنسټونو او اتحاديو چاپ شوي اثار نندارې ته ايښودل شوي دي.
 
د راپورونو له مخې، د کار او هڅونې نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری ځوانان د مطالعې له کلتور څخه لرې شي.
 
https://avapress.com/vdcfjyd0yw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته