افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ رئیس مفتي محمد نسیم محمدي د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د دې خبر په تایید سره وویل: د دې ادارې تخنیکي کارکوونکي د « شمتیغ» سټیشن د جوړولو په اړه سروې کوي، چې امنیت په درېیم پړاو کې د روښنايي وسایلو نصبول، د هرات - خواف ریل پټلۍ چې په افغانستان پورې اړه لري، پیل شوې ده.
د هغه په وينا، د دې څېړنې له بشپړېدو وروسته به د شمتیغ سټېشن په جوړېدو سره د اورګاډو کنټرول او ګټه اخيستنه په ښه او پر وخت ترسره شي.
ښاغلي محمدي دغه راز څرګنده کړه: د امنیتي پوستو په جوړېدو سره به د تاسيساتو امنیت ټینګ شي، د لیول کراسنګ په جوړېدو سره به د سیمې خلک هوسا شي او په سټېشن کې به د نویو پروجکټورونو په نصبولو سره، سټیشن او اړوند تاسیسات به روښانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د هېواد د اورګاډي د ادارې د تخنيکي څانګې څلور تنه کارکوونکي د لازمې پوهې د ترلاسه کولو لپاره ايران ته سفر وکړ.
له راستنېدو وروسته به دغه کسان د هرات - خواف د اورګاډي پر کرښه کار وکړي.
ویل کیږي، چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره یو ریل ګاډی د هرات - خواف ریل پټلۍ له لارې هرات ولایت ته داخل شو.