دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 271249
د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستې اعلان وکړ
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال اداره وايي، له څه باندې دوه سوه کورنیو سره نغدي مرسته کوي چې د طبیعي پیښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی په بلخ ولایت کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده.
 
په دې ټویټ کې د کډوالو نړیوال اداره زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې د ډیرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه د جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي.
 
تر دې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په ډېرو سیمو کې سیلابونه او د ځمکې ښویدنې پېښې رامنځته شي.
 
په دې وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو یو شمېر کسان وژلي او بې کوره کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcay6nuo49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته