کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستې اعلان وکړ

15 جوزا 1402 ساعت 14:42

په افغانستان کې د کډوالو نړیوال اداره وايي، له څه باندې دوه سوه کورنیو سره نغدي مرسته کوي چې د طبیعي پیښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي.


آوا - کابل: د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی په بلخ ولایت کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده.
 
په دې ټویټ کې د کډوالو نړیوال اداره زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې د ډیرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه د جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي.
 
تر دې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په ډېرو سیمو کې سیلابونه او د ځمکې ښویدنې پېښې رامنځته شي.
 
په دې وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو یو شمېر کسان وژلي او بې کوره کړي دي.
 


د مطلب کود: 271249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271249/د-کډوالو-نړیوال-سازمان-په-افغانستان-کې-طبیعي-پیښو-له-قربانیانو-سره-مرستې-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com