دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 270849
د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو امکان
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې نن دوشنبه (جوزا ۸) څخه تر سبا سه شنبې ورځې پورې د سېلابونو او طوفانونو د سختو اورښتونو احتمال اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بدخشان، غزني، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، میدان وردګ، دايکنډي، پروان، باميان، پنجشير او کاپيسا به د نسبتاً زياتو اورښتونو شاهد وي.
 
د دغه رياست د خبرپاڼې له مخې، په يادو ولايتونو کې د اورښت اندازه له ١٠ تر ٣٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سختو بارانونو او ورښتونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
 
https://avapress.com/vdcfjxd01w6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته