کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو امکان

8 جوزا 1402 ساعت 10:14

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې نن دوشنبه (جوزا ۸) څخه تر سبا سه شنبې ورځې پورې د سېلابونو او طوفانونو د سختو اورښتونو احتمال اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بدخشان، غزني، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، میدان وردګ، دايکنډي، پروان، باميان، پنجشير او کاپيسا به د نسبتاً زياتو اورښتونو شاهد وي.
 
د دغه رياست د خبرپاڼې له مخې، په يادو ولايتونو کې د اورښت اندازه له ١٠ تر ٣٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سختو بارانونو او ورښتونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
 


د مطلب کود: 270849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270849/د-هېواد-په-۱۸-ولایتونو-کې-سیلابونو-راوتلو-امکان

آوا
  https://www.avapress.com