دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 270725
د تیرې میاشتې په اوږدو کې له ۴۲۷۰۰۰ ټنو څخه ډیر د هیواد د اورګاډي له لارې لیږدول شوي دي
د افغانستان د ریل پټلۍ چارواکي وايي، د ثور په میاشت کې څه باندې ۴۲۷ زره ټنه توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ د ریاست ویاند سمیع درانی د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه اندازه توکې د هرات، تورغونډۍ، اقینې او حيرتان ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.
 
ده وويل چې د ثور په مياشت کې د حيرتان - مزارشريف د اورګاډي له لارې څه باندې ٣٤٦ زره ٨٦٢ ټنه مالونه وارد او صادر شوي دي.
 
دراني دغه راز زياته کړه، چې د اګينې اورګاډي پټلۍ په تېره يوه مياشت کې د ٢٣٦٣٥ ټنو لېږد رالېږد شاهده ده. همدارنګه ۵۶۴۴۳ ټنه او ۶۵۵ ټنه په ترتیب سره د تورغونډي او خواف - هرات له پټليو څخه انتقال شوي دي.
 
د دراني د څرګندونو پر بنسټ؛ ډېری یې ترانزیتي توکي دي او له دې جملې څخه افغانستان ۳۰۷۰ ټنه صادرات کړي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د اورګاډي اداره هڅه کوي چې د ټرانسپورټ لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
 
درانی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه ورځې وړاندې د انارو جوس ۱۱ واګونونه چې ټول وزن یې ۷۳۳ ټنه و، د تورغونډۍ اورګاډي کرښې له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شول.
 
د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په یوه ورځ کې د ټکټونو د صادرولو کچه بې سارې وه.
 
https://avapress.com/vdciruarwt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته