کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ریل پټلۍ اداره:

د تیرې میاشتې په اوږدو کې له ۴۲۷۰۰۰ ټنو څخه ډیر د هیواد د اورګاډي له لارې لیږدول شوي دي

6 جوزا 1402 ساعت 12:45

د افغانستان د ریل پټلۍ چارواکي وايي، د ثور په میاشت کې څه باندې ۴۲۷ زره ټنه توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ د ریاست ویاند سمیع درانی د آوا خبریال ته وویل چې دغه اندازه توکې د هرات، تورغونډۍ، اقینې او حيرتان ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.
 
ده وويل چې د ثور په مياشت کې د حيرتان - مزارشريف د اورګاډي له لارې څه باندې ٣٤٦ زره ٨٦٢ ټنه مالونه وارد او صادر شوي دي.
 
دراني دغه راز زياته کړه، چې د اګينې اورګاډي پټلۍ په تېره يوه مياشت کې د ٢٣٦٣٥ ټنو لېږد رالېږد شاهده ده. همدارنګه ۵۶۴۴۳ ټنه او ۶۵۵ ټنه په ترتیب سره د تورغونډي او خواف - هرات له پټليو څخه انتقال شوي دي.
 
د دراني د څرګندونو پر بنسټ؛ ډېری یې ترانزیتي توکي دي او له دې جملې څخه افغانستان ۳۰۷۰ ټنه صادرات کړي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د اورګاډي اداره هڅه کوي چې د ټرانسپورټ لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
 
درانی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه ورځې وړاندې د انارو جوس ۱۱ واګونونه چې ټول وزن یې ۷۳۳ ټنه و، د تورغونډۍ اورګاډي کرښې له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شول.
 
د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په یوه ورځ کې د ټکټونو د صادرولو کچه بې سارې وه.
 


د مطلب کود: 270725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270725/د-تیرې-میاشتې-په-اوږدو-کې-له-۴۲۷۰۰۰-ټنو-څخه-ډیر-هیواد-اورګاډي-لارې-لیږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com