دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 270591
په هېواد کې د سېلابونو ترڅنګ د سختو بارانونو امکان
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د سېلابونو په رامنځته کېدو او د هېواد د بحرونو د اوبو د سطحې د لوړېدو له درېيو تر څلورو مياشتو پورې د سختو اورښتونو احتمال اعلان کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، جوزا ۳) یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي یې دي چې نن او سبا د باران او واورو د وریدو له امله د سیلابونو د راوتلو احتمال شته.
 
بل خوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
تېره ورځ د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله د پنځو مېرمنو او یو ماشوم په ګډون اووه کسان مړه شول.
 
خو د ميدان وردګو ولايت سيمه ييز چارواکي هم وايي، چې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله لسګونه کورونه او د خلکو سلګونه جريبه کروندې ويجاړې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcjhye8vuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته