کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د سېلابونو ترڅنګ د سختو بارانونو امکان

3 جوزا 1402 ساعت 13:48

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د سېلابونو په رامنځته کېدو او د هېواد د بحرونو د اوبو د سطحې د لوړېدو له درېيو تر څلورو مياشتو پورې د سختو اورښتونو احتمال اعلان کړى دى.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، جوزا ۳) یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي یې دي چې نن او سبا د باران او واورو د وریدو له امله د سیلابونو د راوتلو احتمال شته.
 
بل خوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
تېره ورځ د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله د پنځو مېرمنو او یو ماشوم په ګډون اووه کسان مړه شول.
 
خو د ميدان وردګو ولايت سيمه ييز چارواکي هم وايي، چې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله لسګونه کورونه او د خلکو سلګونه جريبه کروندې ويجاړې شوې دي.
 


د مطلب کود: 270591

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270591/په-هېواد-کې-د-سېلابونو-ترڅنګ-سختو-بارانونو-امکان

آوا
  https://www.avapress.com