دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 270517
په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې
د سمنګانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو پروژو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د اطلاعاتو او مخابراتو رییس ثمرالدین شاهرخی نن (سه شنبه، جوزا ۲)، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د اوبو رسولو په دغو پروژو کې د څاګانو کیندل، د ودانۍ جوړول، د اوبو ذخیرې او ترمیم د اوبو رسولو پخوانۍ شبکې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر لخوا د ۱۵۱ زرو او‌ ۶۹۶ افغانی افغانیو په لګښت ترسره کیږي.
 
هغه زياته کړه، چې د يادو پروژو کار پرون په مرکز او ولسواليو کې د حضرت سلطان او فيروزنخچير په ولسواليو کې پيل شوى دى.
 
شاهروخي ټینګار وکړ چې د دغو پروژو په بشپړیدو سره به څه باندې دوه زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
 
https://avapress.com/vdchzvniq23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته