کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

2 جوزا 1402 ساعت 12:59

د سمنګانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو پروژو کار پیل شوی دی.


آوا - مزارشریف: د سمنګانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د اطلاعاتو او مخابراتو رییس ثمرالدین شاهرخی نن (سه شنبه، جوزا ۲)، آوا ته وویل چې د اوبو رسولو په دغو پروژو کې د څاګانو کیندل، د ودانۍ جوړول، د اوبو ذخیرې او ترمیم د اوبو رسولو پخوانۍ شبکې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر لخوا د ۱۵۱ زرو او‌ ۶۹۶ افغانی افغانیو په لګښت ترسره کیږي.
 
هغه زياته کړه، چې د يادو پروژو کار پرون په مرکز او ولسواليو کې د حضرت سلطان او فيروزنخچير په ولسواليو کې پيل شوى دى.
 
شاهروخي ټینګار وکړ چې د دغو پروژو په بشپړیدو سره به څه باندې دوه زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
 


د مطلب کود: 270517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270517/په-سمنګان-ولایت-کې-د-څه-باندې-۱۳-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-اوو-شبکو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com