دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 270387
د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې یوه چورلکه غورځېدلې
د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یوه چورلکه د سقوط خبر ورکړی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف : د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فیروزالدین منيب افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن (یکشنبه، ثور ۳۱) له غرمې مخکې د خلم ولسوالۍ په صیاد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه چې چورلکه د وارداتي برېښنا مزي سره د ټکر له امله غورځېدلې ده.
 
خو د سمنګانو د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دغې چورلکې د غورځېدو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره جزئيات تر اوسه په لاس کې نشته.
 
خو خبری سرچینو خبر ورکړی چې دغه چورلکه د اسلامی امارت د دفاع وزارت اړوند وه او په دغه پیښه کې د پوځ دوه پیلوټان ​​وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcc4xqim2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته