کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې یوه چورلکه غورځېدلې

31 ثور 1402 ساعت 12:51

د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یوه چورلکه د سقوط خبر ورکړی.


آوا - مزار شریف : د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فیروزالدین منيب آوا ته وویل، چې دغه پېښه نن (یکشنبه، ثور ۳۱) له غرمې مخکې د خلم ولسوالۍ په صیاد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه چې چورلکه د وارداتي برېښنا مزي سره د ټکر له امله غورځېدلې ده.
 
خو د سمنګانو د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دغې چورلکې د غورځېدو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره جزئيات تر اوسه په لاس کې نشته.
 
خو خبری سرچینو خبر ورکړی چې دغه چورلکه د اسلامی امارت د دفاع وزارت اړوند وه او په دغه پیښه کې د پوځ دوه پیلوټان ​​وژل شوی دی.
 


د مطلب کود: 270387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270387/د-سمنګان-په-خلم-ولسوالۍ-کې-یوه-چورلکه-غورځېدلې

آوا
  https://www.avapress.com