دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 269984
د فلسطین مقاومت په رسمي توګه په غزه کې د جګړې پای او د اوربند ټینګیدل تایید کړل
د فلسطین د مقاومت د ډلو ګډې خونې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ؛ د دې جګړې پای د مبارزې د نوي پړاو پیل دی.
افغان غږ خبری آژانس: د مقاومت د ډلو د ګډو عملیاتو خونې په یوه بیانیه کښې چې د اوربند له نافذیدو څو شیبې وروسته خپره شوه، اعلان وکړ: د جګړې، مقاومت او استقامت یو پړاو پای ته رسیدلی خو زمونږ مقاومت پیل شوی دی. یو ځل بیا، د پخوا په پرتله پیاوړی به حرکت کوو.
 
د بیان په دوام کې راغلي: د مقاومت د ډلو د ګډو عملیاتو خونه د ازادي لپاره جګړه پای ته ورسوله، خو بیرغ یې لوړ پاتې شو او د جګړې هوډ یې له پامه نه ده غورځولي.
 
دوې تاکید وکړ: صهیونیسټ دښمن په خپلو محاسبو کښې تېروتنه وکړه ځکه فکر یې کاوه چې د دغه رژیم په ګټه به هرڅه تمام شي او د مقاومت د ځینو مشرانو د وژلو فرصت به وي.
 
په دې بیانیه کې راغلي دي: دوي دا فکر یې درلود چې په دې کار سره یې خپلې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او د ګټونکي په توګه راوتلی، خو په استقامت سره د مقاومت او په جنګي مدیریت کې زموږ د مهارت سره مخ شو، چې د دې رژیم ټولې محاسبې یې ګډوډې کړې او د جګړې د پایښت په معادله کې یې راوستلې.
 
https://avapress.com/vdcdjn0xoyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته