کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فلسطین مقاومت په رسمي توګه په غزه کې د جګړې پای او د اوربند ټینګیدل تایید کړل

24 ثور 1402 ساعت 10:11

د فلسطین د مقاومت د ډلو ګډې خونې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ؛ د دې جګړې پای د مبارزې د نوي پړاو پیل دی.


آوا: د مقاومت د ډلو د ګډو عملیاتو خونې په یوه بیانیه کښې چې د اوربند له نافذیدو څو شیبې وروسته خپره شوه، اعلان وکړ: د جګړې، مقاومت او استقامت یو پړاو پای ته رسیدلی خو زمونږ مقاومت پیل شوی دی. یو ځل بیا، د پخوا په پرتله پیاوړی به حرکت کوو.
 
د بیان په دوام کې راغلي: د مقاومت د ډلو د ګډو عملیاتو خونه د ازادي لپاره جګړه پای ته ورسوله، خو بیرغ یې لوړ پاتې شو او د جګړې هوډ یې له پامه نه ده غورځولي.
 
دوې تاکید وکړ: صهیونیسټ دښمن په خپلو محاسبو کښې تېروتنه وکړه ځکه فکر یې کاوه چې د دغه رژیم په ګټه به هرڅه تمام شي او د مقاومت د ځینو مشرانو د وژلو فرصت به وي.
 
په دې بیانیه کې راغلي دي: دوي دا فکر یې درلود چې په دې کار سره یې خپلې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او د ګټونکي په توګه راوتلی، خو په استقامت سره د مقاومت او په جنګي مدیریت کې زموږ د مهارت سره مخ شو، چې د دې رژیم ټولې محاسبې یې ګډوډې کړې او د جګړې د پایښت په معادله کې یې راوستلې.
 


د مطلب کود: 269984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269984/د-فلسطین-مقاومت-په-رسمي-توګه-غزه-کې-جګړې-پای-او-اوربند-ټینګیدل-تایید-کړل

آوا
  https://www.avapress.com