دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 269831
په تېر کال کې د غزني ښاروالۍ په عوایدو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د غزني ښاروالۍ مسوولین وايي، دې ریاست څه باندې ۱۶۲ میلیونه افغانۍ په شفاف ډول عواید راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: مولوي محمد نبي حمزه؛ د غزني ښاروال نن چهارشنبه (ثور ۲۰) د غزني ښاروالۍ په یوه کال کې ۱۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله لوی توپیر ښيي.
 
په ۱۴۰۱ کې شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوې.
 
د مولوي حمزه په وينا، د غزني ښاروالۍ په پام کې لري چې سږ کال په غزني ښار کې د ٨٧ ميليونه افغانيو په ارزښت ١٩ پراختيايي پروژې پلې کړي.
 
ښاروال عزیزي زیاته کړه، دې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په ارزښت لس پرمختیايي پروژې پلې کړې دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه عوايد په ډېر شفاف ډول راټول او کارول کېږي.
 
د يادونې ده، چې په تېرو څو کلونو کې د غزني ښار ډېر پرمختګ شوى او ډېرى سړکونه او کوڅې يې اسفالټ شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcexo8wzjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته