کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر کال کې د غزني ښاروالۍ په عوایدو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

21 ثور 1402 ساعت 9:17

د غزني ښاروالۍ مسوولین وايي، دې ریاست څه باندې ۱۶۲ میلیونه افغانۍ په شفاف ډول عواید راټول کړي دي.


آوا - غزني: مولوي محمد نبي حمزه؛ د غزني ښاروال نن چهارشنبه (ثور ۲۰) د غزني ښاروالۍ په یوه کال کې ۱۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله لوی توپیر ښيي.
 
په ۱۴۰۱ کې شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوې.
 
د مولوي حمزه په وينا، د غزني ښاروالۍ په پام کې لري چې سږ کال په غزني ښار کې د ٨٧ ميليونه افغانيو په ارزښت ١٩ پراختيايي پروژې پلې کړي.
 
ښاروال عزیزي زیاته کړه، دې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په ارزښت لس پرمختیايي پروژې پلې کړې دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه عوايد په ډېر شفاف ډول راټول او کارول کېږي.
 
د يادونې ده، چې په تېرو څو کلونو کې د غزني ښار ډېر پرمختګ شوى او ډېرى سړکونه او کوڅې يې اسفالټ شوې دي.
 


د مطلب کود: 269831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269831/په-تېر-کال-کې-د-غزني-ښاروالۍ-عوایدو-۵۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com