دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 269646
د ميمنې ښاروالۍ له خوا د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د واده يو هوټل پرانيستل شو
د فارياب د مرکز ميمنې ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت يې د واده يو هوټل پرانيستى، چې د کال څلور ميليونه افغانۍ عوايد ترې اخلي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د میمنې ښاروالۍ مرستیال احمدشاه غیاثي نن دوشنبه (ثور ۱۸) افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د واده دغه هوټل د ۱۵۰۰ کسانو د کوربه توب ظرفیت لري او ښه خدمات او ارزانه بیه وړاندې کوي.
 
هغه زياته کړه، چې د واده دغه هوټل د ښاروالۍ له بوديجې جوړ شوى، خلک کولاى شي هلته خپلې مېلمستيا وکړي، خو عوايد هم د دې رياست له خوا راټولېږي.
 
غياثي وويل، چې د دغه واده هوټل مساحت څلور زره متره مربع دى او په عصري ډول جوړ شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د لویو ښارونو ښاروالان هڅه کوي چې د عامه ملکیتونو او عایداتي ځایونو د جوړولو له لارې خپله بودیجه زیاته کړي.
 
https://avapress.com/vdci53arqt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته