کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ميمنې ښاروالۍ له خوا د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د واده يو هوټل پرانيستل شو

18 ثور 1402 ساعت 10:30

د فارياب د مرکز ميمنې ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت يې د واده يو هوټل پرانيستى، چې د کال څلور ميليونه افغانۍ عوايد ترې اخلي.


آوا - مزارشریف: د میمنې ښاروالۍ مرستیال احمدشاه غیاثي نن دوشنبه (ثور ۱۸) آوا ته وویل چې د واده دغه هوټل د ۱۵۰۰ کسانو د کوربه توب ظرفیت لري او ښه خدمات او ارزانه بیه وړاندې کوي.
 
هغه زياته کړه، چې د واده دغه هوټل د ښاروالۍ له بوديجې جوړ شوى، خلک کولاى شي هلته خپلې مېلمستيا وکړي، خو عوايد هم د دې رياست له خوا راټولېږي.
 
غياثي وويل، چې د دغه واده هوټل مساحت څلور زره متره مربع دى او په عصري ډول جوړ شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د لویو ښارونو ښاروالان هڅه کوي چې د عامه ملکیتونو او عایداتي ځایونو د جوړولو له لارې خپله بودیجه زیاته کړي.
 


د مطلب کود: 269646

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269646/د-ميمنې-ښاروالۍ-له-خوا-٣٠-ميليونه-افغانيو-په-لګښت-واده-يو-هوټل-پرانيستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com