افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، ثور ۱۷) په خپل ټوېټر ولیکل چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اسلامی امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د سوداګرۍ، ترانزیت او ګټو په برخه کې اقتصادي بحث وشو.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د دواړو ګاونډیو هېوادونو د دولتونو او ولسونو ترمنځ د نږدېوالي او د دواړو ملتونو ترمنځ د ازاد تګ راتګ پر زمینې ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې مولانا فضل رحمان، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولي خان او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو ګډون کړی و.
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ددغو غونډو دڅرنګوالي په باب څه ونه ويل .
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه د ثور په ۱۵مه د جمعې په ورځ اسلام آباد ته سفر وکړ. د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم د جمعې په ورځ پاکستان ته ولاړ او له پلاوي سره یوځای شو.