کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیران د پاکستان له سیاسي او مذهبي مشرانو سره خبرې کړې دي

17 ثور 1402 ساعت 13:22

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو او صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو سره د افغانستان او پاکستان د نږدېوالي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو په اړه وکتل.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، ثور ۱۷) په خپل ټوېټر ولیکل چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اسلامی امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د سوداګرۍ، ترانزیت او ګټو په برخه کې اقتصادي بحث وشو.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د دواړو ګاونډیو هېوادونو د دولتونو او ولسونو ترمنځ د نږدېوالي او د دواړو ملتونو ترمنځ د ازاد تګ راتګ پر زمینې ټینګار وکړ.
 
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې مولانا فضل رحمان، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولي خان او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو ګډون کړی و.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ددغو غونډو دڅرنګوالي په باب څه ونه ويل .
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه د ثور په ۱۵مه د جمعې په ورځ اسلام آباد ته سفر وکړ. د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم د جمعې په ورځ پاکستان ته ولاړ او له پلاوي سره یوځای شو.
 


د مطلب کود: 269587

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269587/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-او-سوداګرۍ-وزارت-سرپرست-وزیران-پاکستان-له-سیاسي-مذهبي-مشرانو-سره-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com