افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نظامي کارپوهانو دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اسلامي امارت له تاسیس وړاندې د کابل ښاریانو سر او مال خوندي نه وو، ځکه جنایتکارانو د امنیتي سیمو قومندانانو ته رشوتونه ورکول.
د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خېل له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې له امنیتي ځواکونو سره د ښاریانو همکارۍ په کابل ښار کې د جنايي جرمونو په مخنیوي کې کموالی راوستی دی، ځکه د خلکو له همکارۍ پرته دا کار ستوزمن دي.
ده ټينګار وکړ: له ښاريانو سره د امنيتي ځواکونو ښه چلند له دغو ځواکونو سره د خلکو د زياتې همکارۍ سبب شوى دى چې د جرمونو په کمولو او د ښار د امنيت په ټينګښت کې د پام وړ بدلون راشي.
دغه سياسي کارپوه څرګنده کړه چې امنيتي ځواکونو ته بايد د جرمونو د مخنيوي لپاره مسلکي روزنه ورکړل شي او زياته يې کړه: د روزل شويو امنيتي ځواکونو شتون په ټولنه کې د جنايي جرمونو په کمولو کې د پام وړ مرسته کوي.
هغه په ډاګه کړه، که امنيتي ځواکونه غواړي په امنيتي برخه کې زياتې لاسته راوړنې ولري، بايد له خلکو سره سمې اړيکې ولري، څو هېوادوال د مجرمينو په پېژندنه کې ورسره همکاري وکړي.
په همدې حال کې فرهنګي فعال رحمت الله رضايي له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: که حکومت د هېواد په لویو ښارونو کې د جنايي جرمونو مخنیوی غواړي، باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه په هېواد کې د جرمونو اصلي لامل بېکاري ده.
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د ټولنې د ټولو ستونزو ريښه بې سوادي، بېکاري او بېوزلي ده، څرګنده کړه، کله چې په هېواد کې جرمونه کم شي، نو مشران دې د اساسي حل لارې چارې ولټوي، ځکه په هېواد کې د ناامنۍ مخه نه شي نيولاى.
رحمت الله دا هم څرګنده کړه، چې که هره ورځ د امنيتي ادارو له خوا تر سلو زيات مجرمين ونيول شي، د اصلي عاملينو له نيولو پرته به کومه پايله ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وړاندې ښاریانو د تګ راتګ پر مهال په موبایل ټیلیفون خبرې نه کولې او یا یې زنګ وهلی، ځکه د پلازمېنې په هر ځای کې د غلو له خوا د دوی موبایلونه په نښه کېدل.