کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکارۍ په کابل کې جرمونه کم کړي دي

17 ثور 1402 ساعت 13:12

د پوځي چارو کارپوهان وايي، له امنیتي ځواکونو سره د ښاریانو همکاري په کابل ښار کې د جرمونو کچه راټیټه کړې، ځکه د دوی په باور د خلکو له همکارۍ پرته په پلازمېنه کې د جرمونو مخنیوی د امنیتي ځواکونو لپاره ګران کار دی.


آوا - کابل: د نظامي کارپوهانو دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اسلامي امارت له تاسیس وړاندې د کابل ښاریانو سر او مال خوندي نه وو، ځکه جنایتکارانو د امنیتي سیمو قومندانانو ته رشوتونه ورکول.
 
د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خېل له آوا سره په مرکه کې ویلي، چې له امنیتي ځواکونو سره د ښاریانو همکارۍ په کابل ښار کې د جنايي جرمونو په مخنیوي کې کموالی راوستی دی، ځکه د خلکو له همکارۍ پرته دا کار ستوزمن دي.
 
ده ټينګار وکړ: له ښاريانو سره د امنيتي ځواکونو ښه چلند له دغو ځواکونو سره د خلکو د زياتې همکارۍ سبب شوى دى چې د جرمونو په کمولو او د ښار د امنيت په ټينګښت کې د پام وړ بدلون راشي.
 
دغه سياسي کارپوه څرګنده کړه چې امنيتي ځواکونو ته بايد د جرمونو د مخنيوي لپاره مسلکي روزنه ورکړل شي او زياته يې کړه: د روزل شويو امنيتي ځواکونو شتون په ټولنه کې د جنايي جرمونو په کمولو کې د پام وړ مرسته کوي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، که امنيتي ځواکونه غواړي په امنيتي برخه کې زياتې لاسته راوړنې ولري، بايد له خلکو سره سمې اړيکې ولري، څو هېوادوال د مجرمينو په پېژندنه کې ورسره همکاري وکړي.
 
په همدې حال کې فرهنګي فعال رحمت الله رضايي له آوا سره په مرکه کې وویل: که حکومت د هېواد په لویو ښارونو کې د جنايي جرمونو مخنیوی غواړي، باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه په هېواد کې د جرمونو اصلي لامل بېکاري ده.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د ټولنې د ټولو ستونزو ريښه بې سوادي، بېکاري او بېوزلي ده، څرګنده کړه، کله چې په هېواد کې جرمونه کم شي، نو مشران دې د اساسي حل لارې چارې ولټوي، ځکه په هېواد کې د ناامنۍ مخه نه شي نيولاى.
 
رحمت الله دا هم څرګنده کړه، چې که هره ورځ د امنيتي ادارو له خوا تر سلو زيات مجرمين ونيول شي، د اصلي عاملينو له نيولو پرته به کومه پايله ونه لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وړاندې ښاریانو د تګ راتګ پر مهال په موبایل ټیلیفون خبرې نه کولې او یا یې زنګ وهلی، ځکه د پلازمېنې په هر ځای کې د غلو له خوا د دوی موبایلونه په نښه کېدل.
 


د مطلب کود: 269583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269583/له-امنیتي-ځواکونو-سره-د-خلکو-همکارۍ-په-کابل-کې-جرمونه-کم-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com