افغان غږ خبری آژانس - غزنی: خالد سرحدی؛ د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند د ثور په ١٦مه رسنیو ته وويل چې تېره شپه د غزني د ناور ولسوالۍ په ځينو سيمو کې واوره ورېدلې او د واورې کچه ٩٢ سانتي مترو ته رسېدلې ده.
د هغه په وينا، په ورته وخت کې د واورې ورېدو ترڅنګ، تېره شپه په دې ولسوالۍ کې زورور بادونه هم چلیدل.
سرحدي وايي، چې د دې واورې ورېدو له امله خلکو ته کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال د هملند په مياشت کې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې درنه واوره ورېدلې، چې په دې وروستيو کلونو کې د پسرلي په لومړۍ او دويمه مياشت کې نه وه شوې.