کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني په ناهور ولسوالۍ کې واوره ورېدلې ده

17 ثور 1402 ساعت 10:40

د غزني سيمه ييز چارواکي په ناور ولسوالۍ کې د واورې د اورښت خبر ورکوي او وايي چې تر اوسه د دې واورې له امله کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.


آوا - غزنی: خالد سرحدی؛ د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند د ثور په ١٦مه رسنیو ته وويل چې تېره شپه د غزني د ناور ولسوالۍ په ځينو سيمو کې واوره ورېدلې او د واورې کچه ٩٢ سانتي مترو ته رسېدلې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په ورته وخت کې د واورې ورېدو ترڅنګ، تېره شپه په دې ولسوالۍ کې زورور بادونه هم چلیدل.
 
سرحدي وايي، چې د دې واورې ورېدو له امله خلکو ته کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال د هملند په مياشت کې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې درنه واوره ورېدلې، چې په دې وروستيو کلونو کې د پسرلي په لومړۍ او دويمه مياشت کې نه وه شوې.
 


د مطلب کود: 269570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269570/د-غزني-په-ناهور-ولسوالۍ-کې-واوره-ورېدلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com