په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي په یوه ټویټ کې ویلي چې په اردن کې د افغانستان سفارت له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اردن کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه وتړل شو چې په هیواد کې د اسلامي امارت واک ته ورسید او سفیران او کارکوونکي یې اروپايي هیوادونو ته ولاړل. د يادونې وړ ده، چې د سيمې او نړۍ په هېوادونو کې د افغانستان يو شمېر سياسي استازو له بندېدو وروسته خپل فعاليتونه پيل کړي دي.