دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 269459
د کندهار د نوي والي په توګه د ملا محمد علي حنفي د کار پیل
د اسلامي امارت د مشر د نوی حکم پر اساس ملا محمد علي حنفي چې په ملا شیرین اخند مشهور دي او د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو پخوانی مرستیال وو، نن په رسمي ډول د کندهار د نوي والي په توګه معرفي شو.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار نوی والي نن پنجشنبه د ثور ۱۴ مه د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني او د دغه وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري له خوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو. د کندهار د ټولو ادارو رئيسان، ولسوالان، د ولسواليو امنيه قوماندانان او نور ملکي او نظامي مسوولين ور وپېژندل شول.
 
په دې مراسمو کې د کندهار د عدليې رئيس مولوي فيض الحق د دغه ولايت له نوي والي څخه وغوښتل چې په صبر او حوصلې سره پرمخ ولاړ شي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او همغږي وساتي.
 
د کندهار پخواني والي او د بلخ ولایت سرپرست محمد یوسف وفا هم وویل: دا نظام چې د مجاهدینو او ولس په قربانیو رامنځته شوی، اوس زموږ او ستاسو ټولو مسوولیت دی چې د دې نظام ملاتړ وکړو؟
 
په دې مراسمو کې د کندهار نوي والي ملا محمد علي حنفي وويل: د افغانستان د اسلامي امارت بنسټ په افغانستان کې د فساد، بې عدالتۍ او نورو ناوړه کړنو مخه نيول دي. ټول چارواکي په دې برخو کې پوره ژمن دي.
 
  هغه د خلکو خدمت کول د ټولو چارواکو دنده وبلله او زیاته یې کړه: موږ د ولس خدمتګاران یو.
 
د اسلامي امارت دکورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم په دې مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل: محمد یوسف وفا تل په سختو ورځو او شپو کې په زړورتیا سره خپل مسوولیتونه په سختو شرایطو کې ترسره کړي دي.
 
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کندهار نوی والي ملا محمد علي حنفي هم ډېره تجربه لري، سيمه ييزو چارواکو ته يې خطاب وکړ او ويې ويل: د کارونو د پرمختګ په برخه کې لکه څنګه چې مو له پخواني والي سره همکاري کړې، د نوي والي سره هم همغږي او همکاري وکړئ.
په پای کې حقاني د کندهار د تاریخي او سیاسي ارزښت په اړه هم خبرې وکړې. د هغه په ​​وينا، کندهار د خپل تاريخ تر څنګ د رهبرۍ له پلوه هم ځانګړی ارزښت لري. نو ټول چارواکي باید په ښه انرژي او لوړ زغم سره د دې خاورې خلکو ته خدمت وکړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د ثور په ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي امارت د رهبرۍ د نوي فرمان په اساس د ولایتونو په یو شمیر لوړو دولتي پوستونو کې د نویو ګمارنو خبر ورکړ.
 
  د دغه حکم په یوه برخه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال ملا محمد علي حنفي د کندهار ولایت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcamonuo49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته