دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 269415
په سرپل ولایت کې ۲۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير وايي چې د تېرې اوونۍ په بهير کې يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې څه د پاسه ٢٥ جريبه کرنيزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوی محمد معصوم صمیم وویل، چې د اسلامی امارت د رهبرۍ د فرمان له صادریدو وروسته، د کوکنارو پر کښت د بنديز لګولو په ترڅ کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې په دې ولايت کې له لسگونو جريبه زيات کوکنار له منځه وړل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، دغه بهیر به تر هغه دوام وکړي، څو په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه له منځه ولاړ نه شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو اونيو راهيسې د سرپل ولايت سربېره د هېواد په نورو سيمو کې هم د نشه يي توکو د له منځه وړلو او کشف لړۍ روانه ده.
 
https://avapress.com/vdccsoqip2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته