کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې ۲۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

14 ثور 1402 ساعت 9:52

د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير وايي چې د تېرې اوونۍ په بهير کې يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې څه د پاسه ٢٥ جريبه کرنيزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.


آوا - مزارشریف: د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوی محمد معصوم صمیم وویل، چې د اسلامی امارت د رهبرۍ د فرمان له صادریدو وروسته، د کوکنارو پر کښت د بنديز لګولو په ترڅ کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې په دې ولايت کې له لسگونو جريبه زيات کوکنار له منځه وړل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، دغه بهیر به تر هغه دوام وکړي، څو په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه له منځه ولاړ نه شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو اونيو راهيسې د سرپل ولايت سربېره د هېواد په نورو سيمو کې هم د نشه يي توکو د له منځه وړلو او کشف لړۍ روانه ده.
 


د مطلب کود: 269415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269415/په-سرپل-ولایت-کې-۲۵-جریبه-ځمکه-د-کوکنارو-له-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com