دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 269395
د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې له خوا په بلخ کې د آوا د خبريالې ستاينه
د افغانستان د آزادو خبريالانو ټولنې د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت په بلخ کې د آوا خبريالې رحيمه يزداني ته د ستاينليک ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دغه جایزه په بلخ کې د افغان غږ خبری آژانس خبریالې رحیمې یزدانی د بیان د آزادۍ د خبرولو او پراخولو په برخه کې د اغیزمنو فعالیتونو په خاطر ورکړل شوه.
 
په دغه ستاينليک کې ويل شوي دي: د افغانستان د آزادو خبريالانو ټولنه د خبريالانو د حقونو او د بيان له آزادۍ څخه د دفاع د يوې موسسې په توګه په دې مناسبت د بيان د ازادۍ د خبرولو په بهير کې ستاسو له اغيزمن فعاليت څخه مننه او قدرداني کوي.
 
په دغه ستاينليک کې همدا راز ټينګار شوى دى: هيله ده چې د بيان د آزادۍ د خبرولو او پراخولو له بهير څخه د ملاتړ په خاطر تل د روښاني ارزښتونو پربنسټ ملاتړي واوسئ.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغان غږ خبری آژانس ژورنالیستانو تل د ټولنې د خبرولو، پوهولو او بیدارولو لپاره کار کړی او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcjhhe8iuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته