کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې له خوا په بلخ کې د آوا د خبريالې ستاينه

13 ثور 1402 ساعت 15:21

د افغانستان د آزادو خبريالانو ټولنې د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت په بلخ کې د آوا خبريالې رحيمه يزداني ته د ستاينليک ورکړ.


آوا - مزارشریف: دغه جایزه په بلخ کې د آوا خبریالې رحیمې یزدانی د بیان د آزادۍ د خبرولو او پراخولو په برخه کې د اغیزمنو فعالیتونو په خاطر ورکړل شوه.
 
په دغه ستاينليک کې ويل شوي دي: د افغانستان د آزادو خبريالانو ټولنه د خبريالانو د حقونو او د بيان له آزادۍ څخه د دفاع د يوې موسسې په توګه په دې مناسبت د بيان د ازادۍ د خبرولو په بهير کې ستاسو له اغيزمن فعاليت څخه مننه او قدرداني کوي.
 
په دغه ستاينليک کې همدا راز ټينګار شوى دى: هيله ده چې د بيان د آزادۍ د خبرولو او پراخولو له بهير څخه د ملاتړ په خاطر تل د روښاني ارزښتونو پربنسټ ملاتړي واوسئ.
 
دا په داسې حال کې ده چې د آوا ژورنالیستانو تل د ټولنې د خبرولو، پوهولو او بیدارولو لپاره کار کړی او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
 


د مطلب کود: 269395

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269395/د-افغانستان-آزادو-خبريالانو-ټولنې-له-خوا-په-بلخ-کې-آوا-خبريالې-ستاينه

آوا
  https://www.avapress.com