دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 269390
د کابل ښار په دریو روغتونونو کې ۴۵ ماشومان چې په زړه کې سوري درلود معرفي شول
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې د زړه په ناروغۍ ۴۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل درېیو روغتونونو ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې دفتر نن چهارشنبه د ثور په ۱۳ مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغې ادارې د کابل په دریو روغتونونو کې ۴۵ تنه د زړه سوري لرونکي ماشومان معرفی کړي دي.
 
د سرې مياشتې ټولنې د دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د دغه دفتر له خوا ورکول کېږي.
 
د سرې میاشتې ادارې په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد روغتونونو ته ۱۰۲۴ د زړه سوري لرونکي ماشومان معرفي کړي او د هغوی لګښتونه یې پر غاړه اخیستي دي.
 
 
د زړه د سوري درملنې اصلي میتودونه د درملو اداره کول ، کیتیترائزیشن او جراحي شامل دي.
 
https://avapress.com/vdceoo8w7jh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته