کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په دریو روغتونونو کې ۴۵ ماشومان چې په زړه کې سوري درلود معرفي شول

13 ثور 1402 ساعت 14:59

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې د زړه په ناروغۍ ۴۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل درېیو روغتونونو ته لېږدولي دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې دفتر نن چهارشنبه د ثور په ۱۳ مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغې ادارې د کابل په دریو روغتونونو کې ۴۵ تنه د زړه سوري لرونکي ماشومان معرفی کړي دي.
 
د سرې مياشتې ټولنې د دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د دغه دفتر له خوا ورکول کېږي.
 
د سرې میاشتې ادارې په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد روغتونونو ته ۱۰۲۴ د زړه سوري لرونکي ماشومان معرفي کړي او د هغوی لګښتونه یې پر غاړه اخیستي دي.
 
 
د زړه د سوري درملنې اصلي میتودونه د درملو اداره کول ، کیتیترائزیشن او جراحي شامل دي.
 


د مطلب کود: 269390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269390/د-کابل-ښار-په-دریو-روغتونونو-کې-۴۵-ماشومان-چې-زړه-سوري-درلود-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com