دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 269381
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۲۲۹۲ جریبه ځمکه غنم کرل شوي او حاصلات یې ۱۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۲۲۹۲ جریبه ځمکه غنم کرل شوي او حاصلات یې ۱۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن چهارشنبه د ثور په ۱۴ مه خبر ورکړ چې سږ کال د ننګرهار په کانال کې د غنمو حاصل ۱۵۰۰ ټنه اټکل شوی دی.
 
  د ننګرهار رسنيز کانال د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې له دې غنمو څخه به شاوخوا ۳۴۳ ميليونه افغانۍ ترلاسه شي.
 
د ننګرهار د چارواکو په وینا سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات تر هغه څه زیات دي چې اټکل کېده.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان سره له دې چې حاصلخيزې او کرنې وړ ځمکې لري، خو لا هم په کافي اندازه غنم نه لري او د اړتيا وړ غلې دانې ډېره برخه له بهر او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسيا څخه واردوي.
 
https://avapress.com/vdcevo8wzjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته