کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۲۲۹۲ جریبه ځمکه غنم کرل شوي او حاصلات یې ۱۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.

13 ثور 1402 ساعت 13:38

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۲۲۹۲ جریبه ځمکه غنم کرل شوي او حاصلات یې ۱۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن چهارشنبه د ثور په ۱۴ مه خبر ورکړ چې سږ کال د ننګرهار په کانال کې د غنمو حاصل ۱۵۰۰ ټنه اټکل شوی دی.
 
  د ننګرهار رسنيز کانال د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې له دې غنمو څخه به شاوخوا ۳۴۳ ميليونه افغانۍ ترلاسه شي.
 
د ننګرهار د چارواکو په وینا سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات تر هغه څه زیات دي چې اټکل کېده.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان سره له دې چې حاصلخيزې او کرنې وړ ځمکې لري، خو لا هم په کافي اندازه غنم نه لري او د اړتيا وړ غلې دانې ډېره برخه له بهر او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسيا څخه واردوي.
 


د مطلب کود: 269381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269381/د-ننګرهار-سیمه-ییز-چارواکي-وايي-سږ-کال-په-دې-ولایت-کې-پر-۲۲۲۹۲-جریبه-ځمکه-غنم-کرل-شوي-او-حاصلات-یې-۱۵۰۰-ټنه-اټکل-دي

آوا
  https://www.avapress.com