دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 269305
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په منظورۍ پاکستان ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کمیټې غړو موافقه کړې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی به راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به وګوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: رویټرز (دوشنبه، ثور ۱۱) راپور ورکړی چې د دې هوکړې پر اساس د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی کولای شی د می د میاشتې له شپږمې او نهمې تر منځ اسلام آباد ته سفر وکړی. .
 
  که څه هم پاکستان ته د متقي د سفر هدف نه دی په ډاګه شوی، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلام آباد به هغه هېواد ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر ټول لګښتونه ورکوي.
 
  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متغی له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغه سازمان د امنيت شورا کمېټې له دې مخکې اميرخان متقي ته اجازه ورکړې وه، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د سولې، امنيت او ثبات په اړه د عاجل بحث په موخه ازبکستان ته سفر وکړي.
 
https://avapress.com/vdcawonum49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته