کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په منظورۍ پاکستان ته سفر کوي

12 ثور 1402 ساعت 11:00

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کمیټې غړو موافقه کړې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی به راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به وګوري.


آوا - کابل: رویټرز (دوشنبه، ثور ۱۱) راپور ورکړی چې د دې هوکړې پر اساس د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی کولای شی د می د میاشتې له شپږمې او نهمې تر منځ اسلام آباد ته سفر وکړی. .
 
  که څه هم پاکستان ته د متقي د سفر هدف نه دی په ډاګه شوی، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلام آباد به هغه هېواد ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر ټول لګښتونه ورکوي.
 
  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متغی له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغه سازمان د امنيت شورا کمېټې له دې مخکې اميرخان متقي ته اجازه ورکړې وه، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د سولې، امنيت او ثبات په اړه د عاجل بحث په موخه ازبکستان ته سفر وکړي.
 


د مطلب کود: 269305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269305/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-سرپرست-وزیر-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-په-منظورۍ-پاکستان-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com