دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 269227
افغان اتباعو ته د چین د ویزو د ورکولو لړۍ بیا پیل شوه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان اتباعو ته به د چین د ویزو ورکولو بهیر د ثور په ۱۳ مه پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن (یکشنبه، ثور ۱۰) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د چین د ویزې غوښتونکي کولای شي د سفارت له لارې د ویزې غوښتنه وکړي.
 
د افغان اتباعو لپاره د چین د ویزو بیا پیلول له بیجینګ څخه د اسلامي امارت له غوښتنو څخه ده.
 
کابل له بیجینګ غوښتي چې د افغان سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
 
https://avapress.com/vdcdxn0x5yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته