افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غوریان ولسوالۍ د ولسی جرګې مرستیال مولوی ګل احمد د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره په لیدنه کې وویل، چې د غوریان ولسوالۍ تر اسلام کلا لویې لارې به پاخه شی.
ویل شوي، چې دغه سړک ۱۳ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې د یوه عربي هېواد په مرسته جوړېږي.
د غوريان د خلکو استازي نثار احمد روښاني د دې پروژې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د دې سړک په پخولو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي او ډېر کلي به سره ونښلول شي او له غوريان څخه تر هرات پورې لاره به هم لنډه شي.
په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس نعیم الحق حقاني وايي چې د دغه سړک په پاخه کولو سره به د ترین پول سیمه چې یو له پخوانیو او په زړه پورې ځایونو څخه بلل کېږي، هم د خلکو پام ځان ته واړوي.