کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غوریان عمومي سړک تر اسلام کلا لویې لارې به ډېر ژر پاخه شي

11 ثور 1402 ساعت 8:30

د هرات ولایت چارواکي وايي، د غوریان - اسلام کلا لویې لارې چې شاوخوا دیارلس کیلومتره اوږدوالی لري، ډېر ژر به پیل شي.


آوا - هرات: د غوریان ولسوالۍ د ولسی جرګې مرستیال مولوی ګل احمد د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره په لیدنه کې وویل، چې د غوریان ولسوالۍ تر اسلام کلا لویې لارې به پاخه شی.
 
ویل شوي، چې دغه سړک ۱۳ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې د یوه عربي هېواد په مرسته جوړېږي.
 
د غوريان د خلکو استازي نثار احمد روښاني د دې پروژې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د دې سړک په پخولو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي او ډېر کلي به سره ونښلول شي او له غوريان څخه تر هرات پورې لاره به هم لنډه شي.
 
په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس نعیم الحق حقاني وايي چې د دغه سړک په پاخه کولو سره به د ترین پول سیمه چې یو له پخوانیو او په زړه پورې ځایونو څخه بلل کېږي، هم د خلکو پام ځان ته واړوي.
 


د مطلب کود: 269223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269223/د-غوریان-عمومي-سړک-تر-اسلام-کلا-لویې-لارې-ډېر-ژر-پاخه-شي

آوا
  https://www.avapress.com